زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

لمونځ دا مهال برخه

درس د سورت فاتحې معنا:

د سورت فاتحې لوستل په لمانځه کې هغه مهم رکن دي چې بغیر د فاتحې نه لمونځ نه صحیح کيږي، نو په دې بخش کې به مونږ د دي لوې او عظیم سورت معناګاني وپيژنو.

د سورت فاتحې معناګاني پيژندل. 

د سورت فاتحې معنا:

د سورت فاتحې لوستل په لمانځه کې هغه مهم رکن دي چې بغیر د فاتحې نه لمونځ نه صحیح کيږي

زه د الله پاک سنا او ستاېنه کوم د هغه په ټولو صفتونو او فعلونو او د هغه په ښکاره او پټو نعمتونو د هغه شکر او حمدونه وایم، د هغه سره ډيره مینه کوم او د هغه تعظیم او لوې بیانوم، (رب) هغه پروردګار چې د ټولو مخلوقاتو خالق او په هغې کې واک لرونکی او په خپل مخلوق باندي نعمتونه کونکی دی، ( العالمین ) د الله پاک نه پرته نور ټول کائنات مخلوق دی لکه د انسانانو عالم، د ملائکانو عالم، د پيریانو عالم، او د حیواناتو وغیره عالم.

د الله پاک په نومونو کې دوه نومونه دي: یو نوم ( رحمن ) دی او بل ( رحیم ) دی د رحمن معنا ده هغه ذات چې د هغه مهرباني هر شي ته شامله او رسيدلۍ ده او د رحیم معنا ده: هغه ذات چې د هغه مهرباني د هغه خپل خاص بندګانو ته رسيږي.

( مالک یوم الدین ) معنا داده: چې د قیامت چې د زا جزا ورځ ده مالک او واکدار يې الله پاک دی، په دې کې مسلمان ته د قیامت دورځي ياد ګيري او د هغه لپاره په نیک عمل سره تیاري پیغام پروت دی.

ای زمونږ پروردګاره مونږ يواځې ستا عبادت او بندګي کوو، هیڅوک له تا سره په هيڅ ډول د عبادت کې نه شريکوو، او يواځې ستا نه مدد غواړو په ټولو کارونو کې ځکه چې د هر کار اختیار ستا په لاس کې ده بل هیڅوک هیڅ واک او اختیار نلري.

مونږ ته د سمې لارې توفیق او لار ښونه وکړه، او په سمه لار مو تر پایه ستا تر ملاقاته ثابت قدمه کړه، سمه لار د اسلام لار ده چې واضحه ښکاره او د الله پاک رضا خوشۍ او جنت ته رسيدلې او رسونکې ده، سمه لار هغه ده کومې ته چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم او نورو ټولو پيغمبرانو لارښونه کړي ده، د هيڅ انسان هيڅ خوشحالي او کاميابي نشته مګر په همدغه سمه لار باندي په ثابت قدمه پاتپ کيدو کې ده.

یعنې مونږ ته د هغه کسانو لار وښاېه په چا چې تا د سمې لار او ثابت قدمۍ نعمتونه کړي دي چې هغوې پيغمبران، او نيکان، خلک دي د حق لاره يې پيژندلې او د هغې پيروان دي، او مونږ د هغه کسانو د ګمراهۍ نه لرې کړه، چې تا په هغوې باندي قهر او غضب کړی دی، ځکه چې هغوې د حق لار پيژندلې وه خو د عملې پيروۍ نه يې مخ ګرځولی و، همدغه شان مونږ د هغه ګمراه کسانو د لار نه هم وساتئ چې د حق لاره د هغوې نه ورکه وه او هغوې ګمراه وو.

د سورت فاتحې تلاوت ته غوږ شه!

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه