لمونځ دا مهال برخه
درس په لمانځه کې عاجزي کول.
دا د مونځ حقیقت دی،او د خشوع مطلب د زړه حاضریدل،چې مونځ کوونکی د الله مخې ته په مونځ کې په خشوع او خضوع سره ودریږي،او کوم الفاظ چې ادا کوي د هغې په معنی کې سوچ او تدبر وکړي.
په مونځ کې خشوع بهترین اطاعت او عبادت دی،دې وجې نه الله د مومنانو په صفت کې دا ذکر کړې،هغه فرمایي:بیشکه هغه مومنان کامیاب دي،چې په مونځ کې خشوع کوي.
او څوک چې خشوع اختیار کړي،په مونځ کې،نو د عبادت او ایمان لذت به مونده کړي،دې وجې نبي صلی الله علیه وسلم به فرمایل:زما د سترګو یخ والی په مونځ کې دی،د سترګو د یخوالي نه مراد سعادت او لذت دی.
هغه اسباب چې په مونځ کې د خشوع اختیارولو په باب کې مددګار ثابتیږي.
مطلب مسجد ته په وخت باندې تلل،د مونځ نه مخکې سنت په پابندۍ سره کول،ښایسته جامې اغوستل،او مونځ ته په وقار سره تګ.
پداسې حالت کې دې مونځ نه کوي چې مخې ته یې تصویران یا بل شی موجود وي، چې د مونځ څخه یې مشغوله کړي،یاداسې ځاي چې شور پکښ وي،د تندې یا ولږې په حالت کې دې مونځ ته نه راځي،دې لپاره چې ذهن يې فارغ وي،او صرف د مونځ سوچ کوي،چې دا یو عظیم عمل،او د الله سره خبرې کول دي
نبي صلی الله علیه وسلم به په رکوع او سجده اعتدال او اطمینان کوو،تر دې چې هر یو هډوکی خپل ځای ته واپس شي،او هغه کس چې مونځ يې صحیح طریقې سره نه ادا کوو،هغه ته یې حکم کړی و،چې د مونځ ټول ارکان په ارام سره ادا کړي،او د جلدۍ څخه يې منع کړې وه.
او نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:د ټولو نه بد غل هغه دی چې د مونځ څخه غلا کوي،صحابه و پوښتنه وکړه چې د مونځ څخه څنګه غلا کولی شي.؟هغه وفرمایل:چې رکوع او سجده په ارام سره نه کوي.او څوک چې مونځ په جلدۍ سره کوي،ممکن نده چې خشوع پیدا کړي،ځکه جلدۍ سره خشوع ختیمږي.
مونځ کوونکی باید د الله عظمت رایاد کړي،او د خپل نفس کمزوري،او دا چې هغه د الله مخې ته ولاړ دی،خبرې ورسره کوي،او دا دې رایاد کړي چط الله د مومنانو لپاره څومره اجر په اخرت کې تیار کړی،او د مشرکانو لپاره څومره عذاب.
کله چې مونځ کوونکی دا خبره رایاده کړي،چې الله ددې خبرې اوري،او چې څه ترې غواړي،ضرور به ورته ورکړي،نو پدې سره به یې مونځ کې خشوع پیدا شي،او د هغه کسانو په صف کې به شامل شي چې الله د هغوۍ باره کې فرمایي:بیشکه مونځ مشکل دی،مګر په هغه کسانو چې یقین لري دالله د ملاقات او ددې چې دوۍ به الله ته واپس کړی شي.
ځکه قران د تدبر لپاره نازل شوی،الله فرمايي:مونږ دا مبارک کتاب نازل کړی،دې لپاره چې خلک ددې په ایتونو کې سوچ وکړي،او عقلمند خلک خبره رایاده کړي،
تدبر به څنګه حاصلیږي؟
کله چې مونځ کوونکي ته د قران د ایتونو او ذکارو معنی پته وي،نو بیا ممکنه وي،چې تفکر او تدبر وکړي،نو پدې سره به خشوع پیدا شي او د سترګو نه به اوښکې راتویه شي،صرف په ایتونو باندې به نه تیریږي لکه د کوڼ او ړوند،لکه الله فرمايي:مومنان هغه خلک دي چې کله پدوۍ د الله ایتونه ولوستل شي نو تدبر پکښ کوي،او کاڼه او ړانده نه ګرځي.