زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

حج دا مهال برخه

درس د احرام ممنوعات

حاجي او عمره کوونکی باید د څو شیانو څخه ډډه وکړي،او دا امور به تاسو پدې درس کې وپیژنۍ.

د درس مقاصد:د احرام ممنوعات پیژندل:هغه احکام چې پدې ممنوعاتو باندې مرتب دي،د هغې پيژندل.

د احرام په حالت کې منع شیان

دا هغه کارونه دي چې په حاجي یا عمره کوونکي باندې ددې کول منع دي

د احرام ممنوعات په درې قسمه دي

١
یو قسم په سړو او ښځو باندې حرام دي
٢
بل قسم صرف په سړو باندې حرام دي
٣
یو قسم صرف په ښځو باندې حرام دي

په ښځو او سړو باندې حرام دي

١
د ویښتاو خرول یا کټ کول،دارنګه د نوکانو کټ کول
٢
د عطر استعمالول،په بدن یا کپړه کې.
٣
د ښځې سره جماع کول،یا په شهوت سره هغې ته لاس وروړل
٤
نکاح تړل،که محرم سړی وي او که ښځه
٥
د مرغانو یا د وچې د حیواناتو ښکار کول

صرف د سړو لپاره منع دي:

١
ګنډل شوې جامه،یعني یو لباس د جسم د هر اندام مطابق ګنډل شوی،لکه کمیس کپړه،پرتوګ،پتلون،وغیره.
٢
سر پټول،په هغه شي سره چې د ویښتانو سره لګیږي،البته که سر دپاسه چت وغیره راشي نو څه باک نشته.

د احرام ممنوعات د زنانه و لپاره

١
نقاب،او د مخ پټول،مسنون داده چې ښځه مخ ښکاره کړي،البته که سړي مخې ته راشي،نو مخ پټولی شي،اګر که پرده يې په مخ راولیږي.
٢
دست کشې اچول

چا چې د ددې ممنوعاتو ارتکاب نسیانا یا د جهل او اکراه په وجه وکړ،نو هیڅ ګناه پرې نشته،الله تعالی فرمايي:پتاسو ګناه نشته کله چې خطا شۍ،البته هغه کارونه چې تاسو يې قصدا وګړۍ،البته که ورته رایاد شو،یا علم کې يې راغله نو سمدست به د دغه محظور نه ځان بچ کوي.

چا چې د احرام د ممنوعاتو څخه د یو ارتکاب وکړ قصدا د څه عذر د وجې نو فدیه به ورکوي،او ګناه پرې نشته.

الله تعالی فرمايي:ويښتان مه خروئ،تر څو چې د قربانۍ ځناور خپل ځاي ته ورسیږي،او څوک چې مریض و،یا یې په سر کې تکلیف ،نو فدیه ورکول دي،روژه،یا صدقه،یا قرباني،او کله چې تاسو په امن شۍ،نو چا چې د تمتع اراده کړي وي،یو حیوان دې ذبح کړي،او څوک چې قدرت نلري،نو درې ورځې روژې په حج کې نیول دي،او اوه کله چې خپلو ملکونو ته راوپس شۍ،دا مکمل لس روژې شوې،دا حکم د هغه چا لپاره دی چې د مکې نه باهر اوسیږي،او د الله نه وویریږۍ،او پوهه شۍ، چې الله سخت سزا ورکوونکی دی.

څوک چې د احرام د ممنوعاتو ارتکاب بغیر د شرعي عذر نه وکړي،نو فدیه به ورکوي،او ګناه ګار هم دی.

په احرام کې ممنوعه شیان د فدیه په اعتبار سره په څلور قسمه دي:

١
اول:هغه چې فدیه ورکول پکښ نشته،چې هغه نکاح تړل دي.
٢
دویم:هغه چې په فدیه کې به اوښ ورکوي،چې د اولني تحلل نه مخکې جماع کول دي.
٣
دریم:په ښکار کولو کې فدیه د هغې په مثل حیوان ذبح کول،یا د هغې قایم مقام شی ورکول.
٤
څلورم:هغه شیان چې فدیه يې روژه یا صدقه،یا قرباني ده،یعني سر خرول،یا ددرې ممنوعاتو نه علاوه د بل کوم ممنوع ارتکاب کول

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه