زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مرګ او جنازه دا مهال برخه

درس د مرګ او ژوند حقیقت:

مونږ الله پاک په دې دنیا کې ددي لپاره پيډا کړي يو چې په مونږ ازموينه او امتحان وکړي، نو د انسان په مرګ سره د هغه يواځې د ازموېنې او امتحان پړاو پاې ته ورسید، په مرګ سره انسان ختميږي نه بلکه د هغه د اخرت سفر پيل شي، تر څو د خپل عمل نتیجه او ثمره وويني، په دې درس کې به د مرګ او ژوند د حقیقت اړوند بحث وکړی شي.

  • د مرګ او ژوند حقیقت پيژندل.
  • د مرګ اړوند ځېنې احکام او مسائل.

د مرګ او ژوند حقیقت

مرګ اخیري مرحله نده،بلکې دا د اخرت د زندګۍ ابتدا ده،اسلام د انسان د پیدایش نه تر مرګ پورې د هغې د حقوقو خیال ساتلی،چې د مړې حقوق او د هغه د کورنۍ حقوق باید مراعات شي.

الله مونږ ته زندګې راکړې دې لپاره چې امتحان راباندې وکړي،لکه هغه فرمايي:الله مرګ او زندګي دې لپاره پیدا کړې چې تاسو باندې امتحان وکړي چې کوم یو پتاسو کې ښه عمل والا دی،نو څوک چې ایمان او تقوی اختیار کړي،نو جنت ته به داخل شي،او څوک چې ګمراهي اختیار کړي او انحراف وکړي نو اور ته به داخل شي.

د انسان زندګي چې هر څومره اوږده شي،خامخا به یو ورځ ختمیږي،او ابدي زندګي خو د اخرت ده،لکه الله فرمايي:د اخرت زندګي اصل ده کاش دوۍ پوهیدلی.

الله خپل افضل مخلوق ته فرمایلي و،چې محمد علیه السلام دی،چې ته به د عامو خلکو پشان وفات کیږې،او بیا ټول خلک به د الله مخې ته راجمع کیږي،د حساب لپاره،هغه فرمايي:بیشکه تا باندې هم مرګ راځي،لکه څنګه چې دوۍ باندې مرګ راځي،او بیا به تاسو د الله په نزد د یو بل څخه دخپل حق مطالبه کوۍ.

نبي صلی الله علیه وسلم د خپل حالت او د ټولو انسانانو ددنیا د زندګۍ تشبیه د مسافر د حالت سره ورکړېې،چې د ونې لاندې لګ ساعت ارام وکړي،ویده شي،بیا یې پریږدي،او ترې روان شي،هغه فرمايي:زما ددنیا سره څه تعلق؟زه خو په دنیا کې د هغه مسافر مثال لرم،چې د ونې لاندې لګ ساعت ارام وکړي،او بیا روان شي.

لکه الله مونږ ته د یعقوب علیه السلام وصیت بیان کړی،چې خپلو بچو ته یې کړی و،هغه فرمایلي و:بیشکه الله ستاسو لپاره د توحید دین انتخاب کړی،نو پتاسو دې مرګ رانشي مګر د اسلام په حالت کې

کله چې انسان ته پته نشته،چې کله دده نیټه رانژدې ده کومه چې الله ورله مقرر کړې،او چیرته به یې مرګ وي،او هیڅوک دا نشي بدلولی،نو عاقل باید خپل وخت په خیر صلاح،او دیانت باندې ډک کړي،ځکه الله فرمايي:د هر امت لپاره یو مقرر وخت دی،او کله چې یې نیټه راشي،نو لګ وخت نه وروسته کیږي،او نه مخکې کیږي.

او څوک چې مړ شو،روح يې د بدن څخه جدا شو،نو قیامت یې قایم شو،او د اخرت سفر شروع شو،او د اخرت زندګي د غیبو څخه ده،چې د انسان عقل د هغې د تفاصیلو ادارک نشي کولی.

لکه څنګه چې شریعت د انسان د پیدایش څخه بعضې احکام او ادام ملاحظه کړي،بیا تربیت او ځواني،او بوډاوالی،او ددې اداب،نو دغه شان د مړي حقوق او اداب يې هم په اهتمام سره بیان کړي،د مړي د کورنۍ حالت مراعات کول،نو د الله شکر دی،چې زمونږ دین یې مکمل ګرځولی،او نعمت یې پوره کړی،او مونږ ته یې ددین طرفته دعوت راکړی.

احکام او اداب،د مړي متعلق

۱.د مرګ د نژدې کیدو په حالت کې اداب او احکام

څوک چې د مریض ملاقات ته لاړ شي،نو باید د هغه لپاره د عافیت او شفا دعا وکړي،چې دا مرض د ګناهونو د معافۍ سبب دی،لکه نبي صلی الله علیه وسلم یو مریض ته فرمایلي و:هیڅ خبره نده ،پدې سره الله ستا ګناهونه معاف کوي.

هغه باید داسې الفاظ انتخاب کړي،چې مریض سره مدد وکړي د بیمارۍ سره په مقابله کولو کې،او ددې مناسبت څخه دې ددعوت کولو په باب کې فایده واخلي،مریض ته د الله او اخرت تذکیر په ښه طریقه سره،او نبي صلی الله علیه وسلم ددې ښه مثالونه بیان کړي،د انس رضي الله عنه څخه روایت دی،چې یو یهوي ماشوم به د ارسول الله خدمت کوو،نو هغه مریض شو،رسول الله د هغه زیارت وکه،او د سر خواته یې کیناسته،او ورته ویې ویل:اسلام قبول کړه،هغه خپل پلار ته وکتل،نو پلار ورته وویل:د محمد علیه السلام تابعداري وکړه،نو هغه اسلام قبول کړ،رسول الله بهر راووت،او ویې فرمايل:الحمدلله چې الله د اور نه خلاص کړ.

۲.مرګ ته نژدې مریض ته تلقین کول

کله چې په مریض باندې د مرګ علامات ښکاره شي،نو هغه ته د کلمې تلقین کول او ترغیب ورکول،چې دا د جنت چابي ده،په حکمت او ښه اسلوب سره،رسول الله فرمايي:چاته چې مرګ رانژدې وي ،هغوۍ ته د کلمې تلقین کوئ.

او کلمه ډیر عظیم شی دی چې انسان یې په زندګي یا د مرګ په حالت کې ووايي:نو چاته چې الله توفیق ورکه چې دا اخیري کلام يې کلمه شي نو ډیر غټ شرف یې حاصل کړ،نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: د چا اخیري کلام چې لااله الا الله وي،نو جنت ته به داخل شي.

۳.مړي ته نژدې مریض قبلې طرفته متوجه کول

او مستحب ده چې مړی د قبلې طرف ته متوجه کړی شي،ځکه نبي صلی الله علیه وسلم فرماييي:بیت الحرام ستاسو قبله ده، د ژوندو او د مړو لپاره،نو هغه به په ښې طرف باندې اچولی شي،د قبلې طرفته لکه څنګه چې په قبر کې کیخودلی شي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه