وباګاني او مرضونه دا مهال برخه
درس وبايې مرضونه کې وعضونه او نصيحتونه:
په بندګانو وباګاني راتلل د الله پاک له خوانه ازميښت وي چې په مسلمان او کافر ټولو راځي مګر د مسلمان حالت په ازميښت کې د کافر پشان نه وي بلکه مسلمان په ازميښت کې د خپل پروردګار د حکم سره سم روان وي صبر کوي او جاېز اسباب په کار اچوي تر څو دهغه مرضونو مخه ونیسي چې لا راغلي نه وي او دهغه مرضونو علاج وکړي چې واقع شوي وي.
د وبايې مرضونو خپريدل په داسي يو وړوکي مخلوق سره چې په سترګو نه ليدل کيږي بلکه په دوربينونو کې دهغې په اړه معلومات کيږي او په دې سره دومره په لوړه کچه ويره په انسانانو کې خپره شي دا د الله پاک په لوې قدرت او طاقت دليل او د بندانو په بې وزلۍ او کمزورۍ ښکاره دلیل دی بندګان که هرڅومره په عصري پرمختګ باندي مخې ته لاړ شي خو بیا هم د انساني او بشري کمزوري نه خلاصيدلی نشي، خه يواځې د بشپړ طاقت واله د الله پاک ذات دی چې هيڅ يو څيز د هغه نه دطاقت نه بهر نشته نه په اسمانونو او نه په زمکه کې.
د الله پاک په حکم او فیصله ایمان لرل:
د مسلمانانو په دې ایمان او باور دی چې په دې مخلوقاتو کې چې هرڅه کيږي دا د الله پاک د حکم او فیصلې سره سم مینځ ته راځي او ددې فیصله الله پاک د مخلوقاتو د پيدائش نه مخکې کړي وي، په دې ایمان او باور سره مسلمانان د سختۍ او ازميښت په وخت ډير وارخطا نه وي بلکه په پراخه سينه د الله پاک حکم او فیصلې ته تسلیم وي.
نصیحت اخستل:
مصیبتونه او ازميښتونه د مسلمان لپاره يو څو اړخه لري:
د مصیبتونو او ازميښتونو په وخت الله پاک ته عاجزې او زاري کول د الله پاک لويه بندګي او د هغه عبادت دی، بنده بايد په دغه وخت الله پاک ته فرياد او د مدد غه ووهي د الله پاک نه د مصيبت او ازميښت لري کولو غوښتنه وکړي، د الله پاک وينا ده: ﴿ فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُم بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَٰكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ (الأنعام 43). نو كله چې دوى ته زمونږ عذاب راغى، دوى ولې عاجزي ونه كړه او لېكن د دوى زړونه سخت شوي وو او شیطان دوى ته د دوى هغه عملونه ښايسته كړي وو چې دوى به كول.
لویه دوکه او د الله پاک د عذاب نه بي پرواه کيدل هغه دادی چې کله مونږ دا فکر وکړو چې مونږ د الله پاک د عذب نه او ددې وبايې مرضونو او مصيبتونو نه په امن امان کې يو او بله داخبره چې مونږ دا فکر او سوچ نه کوو چې مونږ ګناهونه ددي ازميښتونو او مصيبتونو لپاره سبب ګرځي حالانکه دا منل شوی حقیقت دی چې قرآن کريم يې په ډير تاکيد سره بیان کوي.
﴿ اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ ﴾ :( الشوری: 19). الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى
په الله پاک تکیه او ښه توکوکل کول د مصيبتونو او ازميښتونه نه د خلاصون او کاميابۍ ته وتلو ډيره ښه لار ده هميښه په خپل پروردګار یقین او باور کوه چې نيژدي به تاته د خلاصون لاري او خوشحالي در په برخه کړي، په ګير پير چاپيرچل کې د خوشحلۍ او امید فضا خپره کړه د واویلا او بد پالۍ څخه ځان وساته د الله پاک وعده چې هيڅ کله يوه سختي پّ دوه اسانيو نشي غالبه کيدلی، د الله پاک وينا ده: ﴿ فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا * إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا ﴾ ( الشرح: 5ـ6). نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته. بېشكه له سختۍ سره اساني شته.
ځېنې د الهي قوانینو څخه کوم چې الله پاک په دې کاېناتو کې ايښي دي چې هغه مادي شرعي اړين اسباب چې د شرونو او مرضونو او مصيبتونو په لري کولو کې کار کوي بايد چې د هغې استمال وکړی شي او هغه په کار واچول شي تر شر او مصیبت لری شي داسي اسباب د الله پاک نيکانو بندګانو پيغمبرانو هم استعمال کړي دي او ددي اسبابو استعمال او په کار اچول په الله پاک د توکل او د هغه ښه بندګي کول دي.
وړوکی او پټ مخلوق دی او په دنیا والو يې ټول نعمتونه، خوندونه، او ژوند خراب کړ، او د هغوې امن او خوشحالې يې د مینځه يوړه، نو آیا يو عقلمند انسان مؤمن خو لا پريږده د هغه سره دا ښاېږي چې په همدي دنیا باندي خپل نظر را وڅرخوي د همدي دنيا لپاره لانجي، جنګ جګړي او د دنیا د متاع لپاره د يو بل سره سیالي وکړ؟!
په دې کې هيڅ شک نشته چې دا وبايې ویروسونه د الله پاک د قدرت هغه نښي نښاني دي چې د هغه بندګان بايد په دې سره د الله پآک نه وویريږي ، عبرت او نصيحت واخلي د الله پاک ويناده: ﴿ وَمَا نُرْسِلُ بِالآيَاتِ إِلا تَخْوِيفًا ﴾ ( الاسراء: 59). او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره.
د الله پاک په نښو نښانو سره د هغه نه د ويري عبادت بیرته راوژندی کول:
وخت د مسلمان په دنیا کې لویه سرمایه ده، چې د مال او رپيو وغیره نه ډير قيمتي دی په صحیح بخاري کې راغلي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: دوه نعمتونه دي چې ډيرو خلکو په هغې کې تاوان وکړ، روغ صحت او بل وخت دی.