زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مالي معاملات دا مهال برخه

درس د اجارې بیان

د درس په دې برخه کې به د اجارې مفهوم او معنا او په تړاو يې ځېنې شرعي حکمونه.

  • د اجاري معنا او مفهوم او حکم او په تشریع کې راز او حکمت پيژندل.
  • د اجارې بنیادي ارکان او شرطونه.
  • د مزدوري، او مزدور ډولنه پيژڼډل.
  • ځېنې هغه حالت چې د اجارې لوظنامه په کې ختميږي.

د اجارې معنا او مفهوم:

دا يو لوزنامه ده چې د يو معلوم کار په سر په جائز ګټه باندي د يو معلوم څيز نه يا په زمه باندي په ټاکلي وخت کې د يو معلوم عوض په بدل کې کيږي.

په اسلامي شریعت کې د اجارې حکم:

اجاره په اسلامي شریعت کې مباح او جائز ده، او په جواز يې کتاب، سنت، او اجماع د امت دلالت کوي، او دا يو ډول خاص لوزنامه ده چې د دوو خوا په مینځ کې کيږي او په دواړو باندي يې پوره کول لازم وي او به هر هغه لفظ سره چې په اجاره دلالت اوکړي تړل کيږي، لکه چې يو څوک بل ته ووايې: تاته مي په اجاره باندي درکړ، يا تاته مې په کرایه باندي درکړ، وغیره لفظونه کوم چې په عرف او عادت کې کارول کيږي.

د اجارې په جواز دلیلونه:

د الله پاک وينا ده: {قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ} [القصص: 26]. په دواړو كې یوې وویل: اى زما پلار جانه! ته دا مزدور ونیسه، بېشكه ترټولو غوره په هغه چا كې چې ته يې مزدور نیسې، هغه دى چې ښه قوتناك او امانتګر وي.

عائشه رضي الله عنها وايې: "اسْتَأْجَرَ رَسُولُ اللهِ ﷺ وَأبُو بَكْرٍ رَجُلاً مِنْ بَنِي الدِّيلِ، هَادِياً خِرِّيتاً، وَهُوَ عَلَى دِينِ كُفَّارِ قُرَيْشٍ، فَدَفَعَا إِلَيْهِ رَاحِلَتَيْهِمَا، وَوَاعَدَاهُ غَارَ ثَوْرٍ بَعْدَ ثَلاثِ لَيَالٍ، فأتاهما بِرَاحِلَتَيْهِمَا صُبْحَ ثَلاثٍ" (البخاري 2264) نبي کريم صلی الله علیه وسلم او ابو بکر صدیق رضي الله عنه د دیل د قبیلې يو سړی د لارښونکي په څير په اجاره ونیولو، او هغه سړي د قریشو کافرانو په دين مشرک و، دوي هغه ته خپلې سورلۍ ورکړې او دا لوز يې ترینه واخست چې درې ورځې بعد به د سهار په وخت د ثور غار ته سره د سورلو ځان حاضر کړي نو هغه سړي د خپل لوز سره سم درې ورځې بعد د سورلو سره د سهار په وخت د ثور غار ته حاضر شو.

د اجارې د مشروعیت په تړاو حکمت او راز.

د اجارې په مټ په ټولنه کې د خلکو په ژوند کې ډيرې اړتیاوي پوره کيږي، ځکه چې هغوې د کار وکسب والا خلکو ته اړتیا لري تر څو د هغوې ځېنې کارونه سر ته ورسوي لکه د اوۍدیلو لپاره کورنه جوړول، د پير پلور لپاره تجارتي محلونه او دوکانونه جوړول، د سورلۍ لپاره خاص څاروي ساتل، او د سفر لپاره کاړي او نور اسباب تياره ول، تر څو خلک ترينه په خپلو اړتیاو کې استفاده اوکړي، بیا ډيری داسي خلک شتون لري چې دغه د ژوند د تيرولو اسباب په ملکیت کې نلري او نه يې په پيسو پيرلی شي نو هغوې اړتیا لري ترڅو دغه اسباب په اجاره او کرایه سره تر لاسه کړي او دژوند خپلې اړتیاوې ورباندي په آساني ترسره کړي، او دواړه خواوي ددينه برخمند شي، د الله پاک شکر دی.

د اجارې ډولونه:

١
هغه اجاره چې په معلوم څيز باندي وي لکه د کرایه کور، دوکان وغیره.
٢
هغه اجاره چې په معلوم کار باندي وي لکه يو څوک د کور جوړولو لپاره يا د کر کيلې لپاره په اجاره او مزدورۍ نیول.

د مزدور ډولونه:

١
خاص مزدور.
٢
مشترک مزدور.

خاص مزدور:

دا هغه صورت دی لکه چې يو څوک يو مزدور د يو معلوم وخت لپاره په مزدوري ونيسي تر څو ورباندي خپل کار اوکړي، داسي مزدور شرعي جواز نلري چې د بل چا سره مزدوري اوکړي او که چیرته يې د بل چا سره مزدوري اوکړه نو د مزدورۍ نه به يې د هغه کار په اندازه کمی اوکړی شي، او د مزدوري حقدار دی چې کله خپل ځان د کار لپاره اماده او په کار پیل اوکړي، او که چیرته د کار والا د ټاکلې نيټې نه مخکي پرته د څه شرعي عذر نه د هغه د اجارې لوز ماتوي نو مزدور په داسي صورت کې د پوره مزدورۍ حقدار دی، او که چچيرته شرعي عذر مینځ ته راشي لکه د کار والا مریض شو يا د مزدور مزدوري نشي ورکولی نو په داسي صورت کې به مزدوريواځې د هغه کار مزدوري اخلي کوم کار چې يې تر سره کړی دی.

مشترک مزدور:

دا هغه اجاره ده چې د يو نه ډير شریکوال ولري، لکه آینګر، بجلي ګر، رنګ مار، درزي وغیره کله چې خپل کاروبار کوي او د نورو خلکو نه د هغوې کار کول قبلوي نو داسي مزدور بل شریکوال د بل چا د کار کولو نه نشي منع کولی، خو داسي مزدور يواځې د هغه کار مزدوري اخستلی شي کوم يې تر سره کړی دی.

د اجارې بنیادي خبرې

١
د لوز دواړه خواوي.
٢
د منلو صیغه.
٣
فائده.
٤
مزدوري.

د لوز دواړه خواوې.

ددي نه مراد مزدور او د کار والا دي څوک چې د منلو او قبلولو حق لري.

صیغه.

ددي نه مراد د قانون او عرف ( عادت ) برابرمنل او قبلول دي.

فاېده.

د اجارې کولو نه مراد همدا فاېده وي برابره خبره ده چې دا فاېده د انسان نه، یا څاروي، يا بل يو څيز نه وي د همدغې لپاره اجاره کولی شي.

مزدوري.

دا هغه مزدوري او بدله ده چې مزدور ته د هغه د کار په بدل کې په لاس ورځي دا مزدوري په پير او پلور کې د قیمت په مقابل کې راځي.

د اجارې لپاره د صحت شرطونه:

١
د اجارې لوزنامي دواړه خواوي بايد د لوز نامي لپاره جوګه وي، هغه داسي چې دواړه به پوه او زیرک وي کم عقلان به نه وي، همدا وجه ده چې د هغه کوچني ماشوم چې زیر نه وي د هغه لخوانه د اجارې لوزنامه نه صحیح کيږي، همدغه شان د ليوني لخوانه هم د اجارې لوزنامه نه صحیح کيږي، ځکه چې په لوزنامه کې دا بنیادي شرط دی چې هوښیار، پوهه او زیرک به وي تر څو وکولی شي چې لوز په ځان لازم او ادا کړي.
٢
د منفعت او فاېدې تعینه ول لکه د کور کرایه يا د مزدور خدمت وغیره شو.
٣
د مزدوري تعینه ول.
٤
هغه منفعت او فاېده د کومې لپاره چې اجاره کوي هغه به شرعا جواز لري، نو د همدې وجې نه د ټن ټکور لپاره يا د کليسا جوړولو لپاره يا د شراب خوني جوړولو لپاره اجاره او مزدوري جواز نلري.
٥
په اجاره کې د هغه څيز تعینه ول په کوم چې د اجارې لوزنامه کيږي په ليدلو سره او يا د هغه څيز په صفت بیانولو سره بل دا چې اجاره به په منفعت باندي وي، او د هغه څيز تسیلمول به شوني وي او هغه منفعت به شرعي جواز لري، او هغه منفعت به د اجاره کونکي په اختیار کې وي او یا به ورته د اصلي مالک لخوانه اجازه ورکړل شوې وي.
٦
اجاره به د دواړو خواو په رضا سره ترسره شوې وي.
٧
دواړه خواوې به د اجارې لوز نامه منلې وي.
٨
د اجارې وخت او نيټه به معلومه وي لکه میاشت، کال وغیره.
٩
هغه څيز چې په اجاره ورکول کيږي هغه به د عیب او نقصان نه پاک وي تر څو ترينه منفعت او فاېده واخستل شي.

مزدوري د وجوب وخت.

يواځې په لوزنامي لاسليک کولو سره مزدوري واجبیږي او د اجاري په وخت پوره کيدلو سره به مزدور خپله مزدوري اخلي.

مګر که چیرته د لوزنامي دواړه خواوي د مزدوري په هکله د وخت نه مخکي يا روسته ورکولو باندي يا په برخي برخي اخستلو باندي راضي شول دا ټول حالات شرعي جواز لري، مزدور په هغه وخت کې د مزدورۍ حقدار ګرځي چې خپل کار په ښه شان او معیار سره سر ته ورسوي.

که چیرته د اجارې لوزنامه په يو عیني څيز باندي شوې وه نو د منفعت تر لاسه کولو نه بعد مزدور د مزدورۍ حقدار ګرځي، د ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «قالَ اللهُ: ثَلاثَةٌ أنَا خَصْمُهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ: رَجُلٌ أعْطَى بِي ثُمَّ غَدَرَ، وَرَجُلٌ بَاعَ حُرّاً فَأكَلَ ثَمَنَهُ، وَرَجُلٌ اسْتَأْجَرَ أجِيراً فَاسْتَوْفَى مِنْهُ وَلَمْ يُعْطِ أجْرَهُ». (البخاري 2227) الله پاک ويلې دي: دري ډوله خلک دي چې زه به يې د قیامت په ورځ جګړمار یم: یو هغه څوک چې زما په نوم امان ورکړي او بیا غداري اوکړي، او هغه سړی چې ازاد انسان خرڅ کړي او پیسې يې غړپ کړي، او هغه څوک چې د يو مزدور نه خپل کار پوره واخلي او هغه ته د هغه مزدوري ورنکړي.

هغه حالات چې د اجارې لوزنامه په کې ختمیږي:

١
کله چې د اجاري عيني څيز له مینځه لاړ شي لکه کور، کاړی وغیره.
٢
د اجارې وخت پاې ته رسيدل.
٣
يو د دواړو خواو پښيمانه کيدل چې هغه بل کس ته ووايې زه پښيمانه یم ستانه امید لرم چې دا لوزنامه ختمه کړو او هغه بل خوا ورسره هم راضي شي.
٤
د اجارې په عيني څيز کې عیب او نقصان پرته د زموار کس د کړنې نه لکه چې يو کور ونړيږي يا يو څيز خراب شي و غیره.

د يو خوا په مرګ سره د اجاري لوزنامه نه ختميږي همدغه د اجاري عيني څيز په خڅلاو سره هم د اجارې لوزنامه نه ختميږي، او هغه څوک چې د يو خاص کار لپاره اجاره شي نو د هغه په مرګ سره د اجارې لوزنامه ختمیږي، کله چې د اجارې مدت پاې ته ورسیږي اجاره دار به خپل لاسونه د هغه څيز نه واخلي او خپل مالک ته به يې اوسپاري.

د اجارې او پلور تر مینځ توپير.

١
په اجاره کې اجاره دار يواځې د هغه څيز نه منفعت اخلي او په پير، پلور کې په يو ځل هغه څيز اخستونکي ته سپارل کيږي.
٢
ځېنې هغه څيزونه چې اجاره کول يې جواږ نلري مګر، پير او پلور يې جواز لري، لکه د يو ازاد انسان اجاره کول جواز لري خو خرڅلاو يې جواز نلري.
٣
اجاره کول هم يو ډول خرڅلاو دی مګر په اجاره کې منفعت پلورل کيږي او په پير پلور کې د هغه څيز ذات پلورل کيږي.
٤
اجاره کې دم ګړۍ او همدغه شان راتلونکي وخت روستو کول جواز لري مګر پير او پلور دم ګړي واقع کيږي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه