مالي معاملات دا مهال برخه
درس په سؤال يو څيز اخستل.
د يو څيز په سؤال اخستلو مفهوم او معنا
د يو څيز په سؤال اخستلو شرعي حکم.
د عاریې ( سؤال غوښتنې ) کې شرعي راز:
نو د الله پاک دا خاص پيرزوینه ده چې د عاريې (سؤال غوښتنه ) يې مشروع ګرځولی دی تر څو د اړتیا په وخت کې د محتاج اړتیا پوره شي او دا بل کس چې خپل ورو ته يې ګټه ورسوله اجر او ثواب تر لاسه کړي.
د لله پاک وينا ده: {وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ} [المائدة: 2]. ژباړه: تاسې د يو بل سره د نیکې او تقوا په کارونو کې مرسته کوي او د ګناه او ظلم په کار کې د هیچا سره مرسته مه کوي.
د انس بن مالک رضي الله عنه نه روایت دی، هغه وايې: په مدینه کې ویره خوره شوه نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ابو طلحه نه د هغه اس په سؤال واخست د هغه اس نوم مندوب و نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هغه اس سپور شو کله چې بیرته راغی ويې ویل: خیر خیرت دی هیڅ د ويرې خبره نشته او دا اس خو سم بحر دی بحر.
د سؤال غوښتنې د صحت شرطونه:
په سؤال غوښتنې کې بنیادي خبرې:
په سؤال غوښتونکي باندي لازم ده چې د هغه سازو سامان وغیره ته ډيره پاملرنه اوکړي او په ښه توګه يې استعمال کړي او بیرته يې خپل مالک او واکدار ته واپس کړي که چیرته هغه څيز د سؤال ګر په لاس کې له مینځه لاړ شي پرته له دې چې استعمال کړی يې نه وي نو تاوان يې د هغه په غاړه دی که دده په کړنه له مینځه تلی وي او که نه مګر کله چې هغه څيز د استعمال په مهال له مینځ لاړ شي نو که چیرته ددي بي غورې یا تیري باندي له مينځه تللی و نو تاوان يې دده په غاړه دی او که داسي نه وه بلکه د استعمال په مهال له مینځه لاړو نو بیا يې په ده باندي تاوان نشته.
په سؤال ګر لازم ده چې هغه څيز به بیرته خپل مالک او واکدرا ته روغ رمټ واپس کوي چې کله ترینه ګټه تر لاسه کړي او هیڅ جواز نلري چې هغه څيز د خپل ځان سره بند کړي او یا تر ینه منکر شي، که چیرته داسي کړنه تر سره کړي نو بیله شکه خیانتګر او ګناهنګار دی.
په سؤال غوښتنې سره يو څيز ورکونکی شرعي جواز لري چې هر وخت يې خوښه شي خپل څيز بیرته د سؤالګر څخه اخستلی شي مګر چې سؤال ګر ته په کې هيڅ دول زیان او ضرر نه وي که چیرته هغه ته زیان او ضرر و نو بیرته اخستلو ته به تر هغه وخت انظار باسي چې د سؤالګر نه زیان او ضرر لري شي د بیلګې په توګه هغه څوک چې يو چاته خپله زمکه د کروندې لپاره په یؤال ورکړي او هغه سؤالګر ورباندی فصل کرلی وي نو تر هغه وخت به ترينه زمکه نه اخلي تر څو چې هغه خپل فصل ترینه تر لاسه نه کړي.
د الله پاک وينا ده: {إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا} [النساء: 58]. زباړه: بیله شکه الله پاک تاسې ته حکم کوي چې امانتونه خپل مالکانو ته ورسوي او کله چې د خلکو ترمینځ فیصله کوي نو د عدل او انصاف فیصله اوکړۍ بیله شکه الله پاک تاسې ته ډير ښه نصیحت کوي بیله شکه الله پاک اوریدونکی او لیدونکی دی.