زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

نبوي حديث او نبوي سنت دا مهال برخه

درس د نبوي سنتو تدوين ( جمع کول ) او د هغې ځينې مهم کتابونه:

د اسلام علماو د نبوي سنت د تدوين او جمع کولو ډير اهتمام کړی دی او خپل عمرونه يې د نبوي سنتو په جمع کولو او حفاظت کې تیر کړي دي د نبوي سنتو صحیح او غلط روغ او د ناروغه يې جدا کړي دي، او د هغې د راويانو بشپړ حالات يې بیان کړي دي په دې لاره کې يې داسي کوششونه کړي دي چې ټول بشريت کې يې مثال وجود نلري.

۱. ترڅو د نبوي سنتو اړوند مهم کتابونه وپيژني.۲. ترڅو وکولاې شي چې د حديث صحت او ضعف ته لار پیدا کړي

د نبوي سنتو تدوین په ليکلې بڼه.

د اسلام علماو د نبوي سنت د تدوين او جمع کولو ډير اهتمام کړی دی او خپل عمرونه يې د نبوي سنتو په جمع کولو او حفاظت کې تیر کړي دي د نبوي سنتو صحیح او غلط روغ او ناروغه يې جدا کړي دي، او د هغې د راويانو بشپړ حالات يې بیان کړي دي په دې لاره کې يې داسي کوششونه کړي دي چې ټول بشريت کې يې مثال وجود نلري.

د نبوي سنتو د تدوين معنا:

نبوي سنت راټول او د هغې لیکل په هغه بڼه باندي په کومه چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه د هغه ويناوې، عملونه، او د هغه تقریر ( په يو څه د هغه رضا ) وي او دا په بیلابیلو کتابونو کې ليکل د یته د نبوي سنتو تدوین وايې.

د نبوي سنتو او حديثونو د تدوین او لیکلو يو څو مرحلې دي چې په لاندي ډول بیانيږي:

١
لمړۍ مرحله: د نبي کريم صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو صحابه کرامو په دور زمانه کې د نبوي سنتو لیکل.
٢
دویمه مرحله: د نبوي حديثونو لیکل د تابعینو په ارخني دور کې.
٣
دریمه مرحله: په ترتیب سره د نبوي حديثونو لیکل په کتابونو کې.
٤
څلورمه مرحله: په بیله بڼه يواځې د نبوي حديثونو لیکل په بیلابیلو بخشونو کې

لمړی پړاو:

د نبوي سنت او حديثونه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو په زمانه کې لیکل: هجرت دلمړۍ پيړۍ په پیل کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم اول د نبوي حديثونو د لیکلو نه منع کړې وه هسي نه چې نبوي حديثونه د قرآن کريم د آیاتونو سره کډ وډ نه شي.

ابو سعيد خدري رضي الله عنه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: تاسې زما خبري مه ليکئ او که چا زمانه د قرآن کريم پرته نورې څه خبرې لیکلې وي هغه لري کړي، او زما خبري بیانوي باک نلري. مسلم (3004).

په لمړي پړاو کې به د نبي کريم صلی الله علیه وسلم حديثونه په سينو کې په حفظ کيدل او مخامخ به د هغې روایت کيدلو بیا روستو نبي کريم صلی الله علیه وسلم ځېنې ملګرو ته د نبوي حديثونو د لیکلو اجازه ورکړه.

عبد الله بن عمرو رضي الله عنه وايې: ما به د نبي کريم صلی الله علیه وسلم حديثونه لیکل په دې خاط چې یاد يې کړم، خو قريشو زه د حديثو نو د لیکلو نه منع کړم او ويل يې چې ته د نبي کريم صلی الله علیه وسلم هره خبره ليکي حالانکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم بشر دی کله په قهر وي خبري کوي او کله خوشحاله وي خبرې کوي، نو زه د حديثونو د لیکلو نه منع شوم. خو نبي کریم صلی الله علیه و سلم ته مي دا خبره یاد کړه هغه په خپلې ګوتې سره خپلې خولې ته اشاره وکړه او وېویل زما هر خبره لیکه په الله پاک قسم کوم چې زما د خولې يواځې د حق او رښتیا خبرې راوزي. سنن أبي داود [3646].

په حديث د ولید بن مسلم اوزاعي کې راغلي دي، ابو هريره رضي الله عنه وايې: کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم مکه مکرمه فتحه کړه، خلکو ته يې بیان وکړ، ياڅيده د الله پاک ستاېنه يې وکړه، ابو هريره رضي الله عنه د دغې بیان او خطبې ذکر کوي وايې، بیا د یمن والو نه يو تن چې ابو شاه نوميده پاڅيده او وېويل: ای د الله پاک پيغمبره ! ستا دا خبرې خو راته وليکۍ، نبي کريم صلی الله علیه و سلم وویل: د ابو شاه لپاره دا وليکئ، د حديث يو راوي وليد وايې: ما اوزاعي ته وويل: د ابو شاه دا خبره چې دا ماته ولئ څه معنا لري، او زاعي راته وويل: ابو شاه غوښتل چې هغه خطبه او بیان کوم چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه واوريد دا راته ولیکۍ. البخاري (2434)، ومسلم (1355).

دویم پړاو:

د نبوي حديث تدوين د تابعينو په اخرني دور کې د هجرت په دويمه پيړۍ کې په دې پړاو کې د نبوي سنت عام تدوين وشو مګر څه خاص ترتيب يې نه او لمړی هغه څوک چې د نبوي سنتو د تدوين اهتمام يې وکړ هغه د مؤمنانو امیر عمر بن عبد العزیز رحمه الله و، هغه ابن شهاب زهري ځوې او ابو بکر بن حزم ته حکم وکړ تر څو نبوي سنت راجمع کړي، او لرې پرتو علاقوته يې فرمان وليږلو چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نبوي حديثونه اوګورۍ او هغه راجمع او حفظ کړۍ زه ويريږم هسي نه چې عالمان لاړ شي او علم ضایع شي.

نو لمړی هغه څوک چې د عمر بن عبد العزیز رحمه الله په حکم يې د نبوي حديثونو تدوين شروع کړ هغه امام زهري رحمه الله و، او دا د نبوي سنتو د تدوين په عام ډول پيل او شروع وه.

دریم پړاو:

نبوي سنت په کتابي بڼه مرتب يا خو د بابو په شکل لیکل لکه باب الایمان ، باب العلم، باب الطهارة، باب الصلاة، و غیره، اویا په طریقه د مسانيدو لیکل لکه مسند د ابو بکر رضي الله عنه بیا مسند د عمر رضي الله عنه بیا همدا نور.

په دې يړاو کې امام مالک رحمه الله خپل کتاب موطأ و لیکلو، په دې پړاو کې د نبوي حديثونو ترتیب او ورسره د صحابه کرامو او تابعینو اقوال او فتوا ګاني هم يو ځاې قلمبند شوې.

څلورم پړاو:

په دې پړاو کې يواځې د نبوي حديثونو تصنیف، جمع او ترتیب و شو، چې د صحابه کرامو او تابعینو اقوال په کې په ډيره کمه اندازه چې اړتیاوه شتون لرلو، دا پړاو د دریم هجري قمري کال د پیل نه شروع شو، مشهور هغه کتابونه کوم چې په دې پړاو کې و لیکل شول هغه مسند د امام احمد او مسند د امام حمیدي و غیره وو.

بیا د نبوي حديثونو تدوين د دریم هجري قمري کال په نیمايې کې زور واخست، امام بخاري په کې خپل کتاب صحیح بخاري او امام مسلم په کې خپل کتاب صحیح مسلم ولیکلو، او د سننو کتابونه لکه سنن ابو داود، ترمذي، نسائي، ابن ماجه، او سنن دارمي وغیره نور مشهور کتابونه هم ولیکل شول.

د نبوي سنتو مهم او مشهور کتابونه:

د نبوي حديثونو په ډیرو کتابونو کې شپږ کتابونو ډير شهرت پیدا کړ، چې هغه صحیح بخاري، صحیح مسلم، سنن ابوداود، سنن ابن ماجه، سنن نسائي، او سنن ترمذي دي.

همدغه شان د نبوي حديثونو په مشهور کتابونو کې سنن دارمي او مسند د امام احمد او موطأ د امم مالک رحمهم الله هم شامل دي.

د حديثونو په کتابونو کې د شپږو معتبرو کتابونو پيژندنه:

شپږ هغه مشهور کتابونه چې ټول امت قبول کړي دي: هغه دادي:

۱. صحیح بخاري

دا د هغه جامع کتابونو د جملې څخه دی چې مؤلف يې د عقيدې، عبادات، معاملات، غزاګاني، تفسیر او فضائلو کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم مرفوع صحیح حدیثونه په التزام راوړي د، د مام بخاري دا کتاب د قرآن مجید نه بعد په ټولو کتابونو کې صحیح کتاب دی.

۲. صحیح مسلم.

دا هم د جامع کتابونو له جملې څخه دی، ددې کتاب مصنف هم په خپل ځان باندي د صحیح حديث راوړل شرط ګرځولي دي خو ددي د حديث د صحت لپاره شرطونه د امام بخاري د شرطونو نه يو څه کم او آسان دي، په همدي بنیاد دا کتاب د صحت په دویمه درجه کې دی د امام بخاري د کتاب نه بعد.

۲. سنن ابوداود، د امام ابو داود سلیمان بن اشعث سجستاني کتاب: (ت275هـ).

دا د سننو د کاتبونو له جملې څخه دی کوم چې د فقهي بابونو په نهج باندي مؤلفینو لیکلي دي په دې کتاب کې امام ابو داود رحمه الله صحیح، حسن حديثونه راوړي او ډير کم په کې ضعیف حديثونه هم شته.

۴. سننن ترمذي

دا د هغه جامع کتابونو د جملې څخه دی چې مؤلف يې د عقيدې، عبادات، معاملات، غزاګاني، تفسیر او فضائلو کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم مرفوع حدیثونه راوړي خو ى صحت التزام يې نه دی کړی نو صحیح، حسن او ضعیف حديثونه يې راوړي دي.

۵. سنن نسائي د امام ابو عبد الرحمن احمد بن شعیب نسائی کتاب. (ت303هـ)

دا کتاب هم د فقهي بابونو په نهج لیکل شوی دی صحیح حسن او ضعیف روایتونه په کې شتون لري.

۶. سنن ابن ماجه د امام محمد بن یزید قزویني کتاب. (ت273هـ)

دا کتاب هم د فقهي بابونو په نهج لیکل شوی دی صحیح حسن او ځېنې ضعیف مردود روایتونه په کې هم شتون لري.

امام حافظ ابو حجاج مزي رحمه الله ويلې دي: (ت 742 هـ) :

هر چې نبوي سنت دي بیله شکه الله پاک د نبوي سنتو د حفاظت او ساتني لپاره داسي تکړه پوهه چاڼکړي د پاخه نظر واله عالمان پيدا کړي دي چې د باطلو غلط نسبتونه او د تجاوز ګرو تحریفونه او د جاهلانو تاویلونه له مینځه وړي نو ځکه يې په باب د نبوي حديثونو کې په بیلابیلو بخشونو کې بلابیلې لیکني وکړلي تر څو د نبوي سنتو او حديثونه ښه ساتنه او حفاظت وکړی شي، د حديثونو د کتابونو په نوملړ کې تر ټولو غوره، تالیف، تصنیف او لیکنه، چې ترټولو ډير صحیح، او ډيري کمې خطایاني ولري، علم يې ډير زیات وي فائدې او ګټي خورا ډيري وي، آساني برکت او قبولیت يې خورا ډير وي، مخالف او موافق، عام او خاص وراته تسلیم وي، هغه کتاب د محمد بن اسماعیل بخاري رحمه الله دی، بیا صحیح مسلم د ابو الحسین مسلم بن حجاج نیسابوري کتاب دی، بیا سنن ابو داود د ابو داود سلیمان بن اشعث سجستاني کتاب دی، بیا جامع ترمذي د ابو عیسی محمد بن عیسی ترمذي کتاب دی، بیا سنن نسائي د ابو عبد الرحمن احمد شعیب نسائي کتاب دی، بیا سنن ابن ماجه د ابو عبد الله محمد بن یزید ابن ماجه کتاب دی اګر که په دې درجه کې د ي مخکنو ته نشي رسیدلی.

او په دې شپږو کتابونو د نبوي حديثونو کې بیلابلې فائدي دي چې دد فن عالمانو ته معلومي دي، دا شپږ کتابونه دي د خلکو په مینځ کې مشهور شول او په اسلامي ښارونو کې خواره شول، ډيره لویه فائده په دې سره خلکو تر لاسه کړه او د علم طالبانو يې په زده کولو او نور ته ښودلو کې ډير حرص او زیار وکړ.

د صحیح او ضعیف حديث تر مینځ فرق کول:

يو مسلمان کولی شي چې د صحیح او ضعیف حديث تر مینځ فرق کولو لپاره ددي فن او علم خاص پوهه عالمانو ته رجوع کړي کومو عالمانو چې د حديثونو علم سره اشنا او بلد وي او د حديثونو سند او متن ورته ښه معلوم وي قبول او مردود حديث پيژني داسي عالمانو ته رجوع کول او د هغوې د حديث په هکله پوښتني کول په دې سره يو مسلمان کولی شي چې د حدیث په اړه ښه معلومات تر لاسه کړي او معلوم کړي چې دا حديث صحیح او که کمزوری او ضعیف دی.

او په دې اړه د معلوماتو لپاره يو شمیر کتابونه ليکل شوي دي او يو شمیر الکتروني ( بريښنايي ) د باور وړ تطبیقونه هم شته چې د صحیح او ضعیف حديثوند ومعلولو لپاره ډير اړين دي.

ځېنې الکتروني ( بريښنايي ) تطبیقونه چې د حديثونو د صحیح او ضعیف معلولو کې مرستندویه دي:

( الموسوعة الحدیثیة ) د الددر السنیة په ويپ پاڼه باندي چې په زر هاو حديثونه په کې راجمع دي او ورسره د محديثونو په حديث باندي د صحت يا ضعف حکم موجود وي او په دې لینک باندي تطبیق ته داخليدلی شي: https://dorar.net/hadith

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه