زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

وباګاني او مرضونه دا مهال برخه

درس د وبايې مرضونو اړوند د مسلمان کړنې:

مسلمان به د وبايې مرضونو سره څنګه کړنه کوي؟

د وبايې مرضونو اړوند د مسلمان کړنې پيژندل. 

د الله پاک په فیصله او تقدير باندي ایمان لرل:

مونږ د الله پاک په تقدير د خیر او شر ایمان او باور لرو، په تقدير باندي ایمان لرل د ایمان په بنيادي خبرو او ارکانو کې يو بنیاد او رکن دی هر هغه مصيبتونه، وبايې مرضونه وچ کالي، سختې او تکليفونه دا ټول د الله پاک د فیصلې او تقدير سره سم واقع کیږي، مونږ د هغه په فیصله او تقدير باندي راضي يو هيڅ خفګان، شکایت او واویلا نه کوو.

مرضونو خپله د يو نه بل ته نه نقل کيږي:

د مؤمن دا عقيده او باور وي چې مرضونه په خپل قوت سره د یو نه بل ته نه نقل کيږي بلکه دا د الله پاک په حکم او د هغه په فيصلې سره د يو نه بل ته نقل کيږي، او ددې سره يې مونږ ته حکم کړی دی چې ټول مشروع مادي صحي اسباب استعمال کړو او پرهيز وکړو د مرض د سببونو څخه خپل ځانو نه وساتو او هغه ځايونو ته د ورتللو نه ډډه وکړو په کوم ځايونو کې چې وبايې مرض خپور شوي دی او کلک پرهيز وکړو او د هغه مرضانو سره ناسته ولاړه ونه کړو کوم چې په وبايې مرض اخته شوي دي.

آیا وبايې مرضونه هميشه عذاب وي؟

وبايې مرضونه د الله پاک لخوانه د کافرانو، فاسقانو او مجرمانو لپاره په دنیا کې عذاب وي مګر د مؤمنانو لپاره رحمت وي د هغوې ګناهونه بښل کيږي او درجات يې بلند کيږي.

د رسمي جهتونو ارشادات منل او په هغې عمل کول:

د وبايې مرض وغيره په وخت مسلمان بايد د رسمي جهتونو خپاره شوي ارشادات اومني او په هغې عمل وکړي او خپل بشپړ مسؤليت سر ته ورسوي ټول شموله مصلحتونه په خپل شخصي مصلحتونو مخکي کړي تر څو حالت او ژوند بیرته خپل ښه او عادي حالت ته را ورګرځي.

د وبايې مرضونو په مهال حرام کارونه:

۱. بي ثبوته خبرونه خپرول.

په دې کې هيڅ شک نشته چې بي ثبوته خبرونه نشر کول دروغ او حرام دي، لکه څنګه چې په دې سره د خلکو په مینځ کې ویره هم خپريږي، نو بايد ډير زيار وکړی شي تر څو بي ثبوته هیڅ يو خبر خپور نه کړی شي.

زخيره اندازي کول:

د اسلام مبارک دين زخيره اندازي او دوکه د بيو لوړول او د خلکو په روزې لوبي کول حرام ګرځولي دي خاصکر د سختيو او ازميښتونو په وخت ځکه دا په نارواه د مالونو خوړل دي په امانت کې خيانت دی او د سپک خوي دی.

۳. قصدا د وبايې مرض نورو خلکو ته د نقل کول.

قصدا د وبايې مرض نورو خلکو ته د نقل کول چې په وبايې مرض اخته مریض نورو روغو خلکو ته د مرض نقل کولو قصد وکړي چې په هر شکل او صورت وي دا عمل حرام او لویه ګناه او سخت جرم دی چې د دنیاوي سزا مستحق کرځي چې څومره يې جرم سخت و او نورو خلکو ته يې زیان زيات په همغه پیمانه به يې سزا هم سخته وي.

د هغه چا سزا چې نورو خلکو ته قصدا وبايې مرض نقل کړي.

١
که مقصد يې دا و چې په ټولونه کې د وبا مرض خپور شي نو دا عمل يې ښکار د ټولني سره جنګ او په زمکه کې فساد کول دي باید ده چې د حرابت ( لاره شکونکي) حد ورباندي قاېم شي.
٢
که مقصد يې د دښمنۍ په بنیاد د يو خاص شخص مریض کول و، او هغه کس مرض شو او مړ شو نو بايد چې په دې مجرم دقصاص قتل حد قاېم شي او به قتل ورسيږي.
٣
که مقصد يې د دښمنۍ په بنیاد د يو خاص شخص مریض کول و، او هغه کس مریض شو خو مړ نشو، نو پّ دې مجرم به د تعزیر حد قایم او سزا ورکړی شي.

۴. مرض ته بد رد ويل:

نبي کريم صلی الله علیه وسلم د تبې مرض ته بدرد ويلو نه منع کړې ده، ابو هريرة رضي الله عنه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: تاسې د تبې مرض ته بد رد مه وايې، ځکه دا مرض ګناهونه داسي لري کوي لکه څنګه چې اور د اوسپنې نه زنګ لري کوي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه