وباګاني او مرضونه دا مهال برخه
درس ځېنې احکام او مسائل کوم چې د وبايې مرضونو سره تړاو لري.
په مرض د اخته کیدو نه مخکي ساتندویه انجکشني لګول جواز لري او دا په الله پاک باندي د توکل کولو سره هیڅ منافات نلري، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: څوک چې اوه کجوري د مدينې منوري په سهار کې وخوري نو هيڅ جادو او زهر به ورته نقصان او ضرر ونه رسوي. نو دا نبوي علاج دی د مرض او ازميښت د واقع کيدلو نه مخکي.
اسلامي شريعت روغانو ته ترغيب ورکړي دی تر څو د ناروغه کسانو نه په ډډه شي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم و ينا ده: مریضان بايد د روغانو خواته د راتللو نه ډډه وکړي. رواه البخاري.
په دې بنیاد بايد د مرض نه روغ خلک بايد د مریضانو خواته د ورتللو نه ډډه وکړي بلکه کولی شي چې د مریض کور ته ورشي او د مریض په هکله پوښتنه وکړي او دعا ورته وکړي او چې څومره يې د وس او توان نه وي د هغوې مالي او جاني مرسته او مدد وکوي، او د مرض نه د خلاصون او د مرض د خپريدو اسباب عملي کړي تر څو د مرض مخه ونيسي.
هغه ښار ته تلل جواز نلري چې وبايې مرض په کې خپور وي همدغه شان د دغه ښار نه بهر ته وتل هم جواز نلري، او په دې باندي دلیل د عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه حديث شريف دی وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلي دي: کله چې تاسې د يو زمکې په هکله واورې چې هلته وبايې مرض خپور شوی دی مه ورځي او که چيرته تاسې هلته شتون ولري نو د هغه زمکې نه بهر بل ځاې ته وځې چې د وبايې مرض نه تيښته وکړي. رواه البخاري.
په جماعت سره لمونځ کول واجب دي مګر د شريعت عالمانو دا خبره کړې ده چې د وبايې مرض په مهال دا وجوب ساقطيږي په دې باندي دلیل د عائشې رضي الله عنها حديث شريف کې راغلي دي: نبي کريم صلی الله علیه وسلم چې کله مریض و، لمانځه ته رانه غی او داسې وویل: ابو بکر صدیق ته حکم وکړي چې خلکو ته د لمونځ امامت ورکړي. رواه البخاري. دا حديث شريف دلیل دی چې کله يو څوک مریض، او شرعي معذور وي نو د هغه لپاره جواز لری چې لمونځ يواځې وکړي.
د مسلمان لپاره غوره او مستحب ده چې په خپل کور کې د لمانځه لپاره مسجد جوړ کړي چې فرضي او نفلي لمونځونه په کې ادا کړي، ځکه چې دا د نبي کريم صلی الله علیه وسلم طریقه وه.
همدغه شان د میمونې رضي الله عنها او عمار بن یاسر رضي الله عنه په کورونو کې مسجد و، نو زمونږ لپاره بايد هم په کورونو کې مسجدونه وي تر څو په دې سختو شرېطو کې په هغې لمونځونه ادا کړو.
کله چې په مسجدونو کې لمونځ کول ناشوني شي نو په کورونو کې لمونځ کول شرعي جواز لري او په مسجد کې د لمونځ کولو اجر او ثواب ليکل کيږي، او د يو شمیر صحابه کرامو نه په کورونو کې په جمع لمونځ کول ثابت دي، چې د هغوې د جملې څخه عبد الله بن مسعود او انس رضي الله عنهم و غيره نه ثابت دی کله چې به د هغوې نه لمونځ په مسجد کې په جماعت سره فوت شو.
کله چې په کور کې د جمع لمونځ ادا کيږي نو د کور مالک د امامت ډير حقدار دی، مګر که د کور مالک امامت ته وروړاندي نشي نو بیا هغه څوک چې د قرآن کريم ښه لوستونکی وي، که په دې صفت کې ټول برابر وي نو بیا هغه څوک چې د لمانځه په احکامو ښه پوهه وي، که په دې صفت کې ټول برابر وي نو بیا هغه څوک چې په عمر کې مشر وي.
کله چې مسلمان په کور کې لمونځ کوي نو که مقتدي يو وي نارينه وي نو د امام ښي خواته به ودريږي، او که د يو نه ډير وي نو د امام شاه ته به ودريږي، او که مقتدي ښځينه وي نو د امام شاته به ودريږي، او که مقتدیان نارينه او ښځينه وي نو نارينه مقتديان به د امام شاته ودريږي او ښځينه به د نارينه و شاه ته ودريږي.
په دې وبايې مرضونو او واقعاتو کې زمونږ لپاره ډير ښه وخت په لاس راځي تر ځو د خپل اهل وعیال ښه تربیت وکړو او هغوې ته د لمانځه طریقه، احکام، او مسائل زده کړو.
کله چې ښځې يواځې په کور کې وي نو د هغوې لپاره سنت ده چې په کور کې په جماعت سره لمونځ ادا کړي، دا طريقه د ام ورقه، عائشه، ام سلمه رضي الله عنهن ثابت ده او د دوې په جماعت سره لمونځ کولو اجر او ثواب دوې ته د الله پاک لخوانه ورکول کيږي، او هغه ښځه چې دوې ته امامت ورکوي هغه به د ښځو د صف په مخکې ودريږي.
په وبايې مرض داخته د خلکو د ګڼي ګوڼي ځاې ته تلل: حرام دي ځکه چې دده په ورتګ کې نورو خلکو ته ضرر دی، او د الله پاک وينا ده: ﴿وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا﴾. ( الأحزاب: 58) او هغه كسان چې مومنو سړیو او مومنو ښځو ته په ناكړي كار(او ناكرده ګناه) تكلیف رسوي، نویقینًا دوى په خپل ځان غټ دروغ او ښكاره ګناه باروي.
همدغه شرعي ثابته قاعده ده: چې نه به خپل ځان ته ضرر ورکوي او نه به بل ته ضرر ورکوي، نو په دې بنیاد د هغه چا لپاره چې په وبايې مرض اخته وي جواز نلري چې د نورو روغو خلکو خواته ورشي، همدغه شان د ابو هريره رضي الله عنه په حديث شريف کې راغلي دي: د هغه چانه چې د جزام په مرض اخته وي داسي تيښته وکړه لکه څنګه چې د ازمري نه تيښته کوي. صحیح البخاري.
د لمانځه په مهال خوله پټول مکروه دي، ځکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم ددي کار نه منع کړې ده مګر د سخت ضرورت به وخت چې د مرض د انتقال ويره وي کولی شي چې ماسک واچوي.
کله چې د جمعې لمونځ د يو سخت ضرورت په بنیاد لغوه شي پس د جمعې د ورځې احکام او مسائل په خپل ځاې باقي وي، لکه د سهار په لمانځه کې د سورت سجدې او انسان لوستل شو، د مازديګر لمانځه نه بعد خاص دعا غوښتل او په نبي کريم صلی الله علیه وسلم باندي ډير درود ویل د سورت کهف لوستل وغيره دا ټول په خپل حال باقي پاتي دي، ځکه چې دا احکام د جمعې پّورځ مسنون دي او د جمعې د لمانځه سره تړاو نلري.
په ستړي مشي کې د لاس ورکول مسنون دي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلي دي: کله چې دوه مسلمان د ي، بل سره مخامخ شي او په ستړي مشي کې يو بل ته لاسونه ورکړي مخکي ددينه چې د يو بل نه جدا شي ټول ګناهونه يې بښل کيږي. رواه أبو داود. مګر کله چې په لاس ورکو لسره د مرض د ورتللو ويره وه نو يواځې دلري نه سلام اچول بسنه کوي اميد دی چې پوره اجر او ثواب به يې وليکل شي.