زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مالي معاملات دا مهال برخه

درس يو څيز بښل او ډالۍ کول.

د درس په دې برخه کې د يو څيز بښل او ډالۍ ددي معنا، مفهوم او په تړاو يې ځېنې احکام پيژنو.

  • يو څيز چاته بښل او ډالۍ  ددي معنا، مفهوم او مشروعیت راز يې.
  • يوڅيز چاته بښل او ډالۍ  او په تړاو يې ځېنې شرعي احکام.
  • يو څيز چاته بښلو او ډالۍ کولو  باندي ترغیب ورکول تر څو د الله پاک نه اجر او ثواب تر لاسه کړی شي.

بیله شکه الله پاک سخي ذات دی، سخاوت خوښوي او د هغه خوږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې د ډير سخاوت والا و، هغه ته به چې چا ډالۍ راوړه هغه به يې ترینه قبوله کړه او په بدل کې به يې د هغې نه ډيره ډالۍ ورکوله او د ډالۍ په هکله يې د ورکولو او قبولو ته هڅونه هم کړې ده نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته ډالۍ ورکول تر ټولو غوره عمل و.

د ډالۍ مفهوم او معنا:

دم کړۍ يو یو عيني څيز چاته د بدل پرته په ملکیت ورکول.

زمونږ دا خبره چې ډالۍ په تملیک يو چاته ورکول دا معنا ورکوي چې په ډالي ورکولو سره په هغه څيز ملکیت راځي.

مراد په ډالۍ کې د عیني څيز نه عام شیان مراد دي که مالي وي او که غیر مالي وي.

په ډالۍ کې يو عیني څيز ورکول په دې اصطلاح سره د منافعو ډالۍ کول له دوو وجو جارجیږي:

١
لمړۍ وجه داده چې منافع د ځېنې فقهاو په نیز مال نه حسابیږي.
٢
دوهمه وجه هغه داده چې د منافعو لپاره د فقهاو په نیز يوه ځانګړې اصطلاح ده چې هغې ته عاریه ( يو څيز په پور اخستل ).

او په ډالۍ کې د ملکیت په لفظ سره د قرض بښل خارج شول اګر که د ډالي په لفظ سره ترسره شي ځکه چې د قرض بښل ډالۍ نه وي بلکه د قرضه وړي ذمه خلاصه ول وي.

ډالۍ ته نور نومونه هم وايې: لکه پير زوینه، ورکړه وغیره او دا ټول د خیر ښيګنړې او خپلولۍ په کارونو کې راځي.

د ډالۍ شرعي حکم او پريکړه:

ډالي ورکول يو غوره کار دی ځکه چې په دې سره يو بل ته زړونه نرميږي بینه او محبت مینځ ته راځي د اجر او ثواب تر لاسه کولو سبب جوړیږي د الله پاک کتاب قرآن کریم او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نبوي سنت او د امت اجماع د ډالۍ ورکولو ته هڅونه کړې ده.

د اسلام مبارک دین د ډالۍ په ورکولو او قبلو لو ته هڅونه کوي تر څو د بشري نفسونو څخه د بخل وږيتوب او د دنیا سره بي کچه مینه کول له مینځه لاړه شي، او په ډالۍ سره دزړونو نرموالی او د خلکو تر مینځ د مینې او محبت کړي پياوړې کيږي خاصکر کله چې ډالۍ يو خپلوان يا ګاوڼډي ته ورکړل شي همدغه شان ډالۍ ورکول دوښمني او ړزه بداوي له مینځ وړي ډير ځل دا کيږي چې جنګ جګړي او د يو بل نته کرکه مینځ ته راشي مګر د ډالي په وجه هغه هرڅه له مینځه لاړ شي او زړونو نه يو بل ته پاک او د خلکو تر مینځ کرکه او زړه بداوي ختم شي همدغه شان هغه څوک چې د الله پاک د رضا په خاطر يو چاته ډالۍ ورکړي بیله شکه ورته الله پاک اجر او ثواب ورکوي.

د عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم به ډالۍ قبلوله او د هغې بدله به يې هم ورکوله. (البخاري 2585).

د عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی هغه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې د ډير سخاوت خاوند و، او د رمضان په میاشت کې خو به يې بیخې ډيرې صدقې کولې کله چې به جبریل علیه السلام د هغه خواته راتللو او جبریل به د رمضان په میاشت کې هره شپه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خواته راتللو او د قرآن کريم درس او تدریس به يې کولو نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم به په خیر ورکولو سره د راولوتلي هوا په څير سخاوت کولو. (البخاري 6، ومسلم 2308).

د ډالۍ بنیادي ارکان

ټول اهل علم په دې متفق دي چې د ډالۍ ورکول د هغې رکن دی ډالۍ په ورکولو سره ثابتیږي مګر هغه چاته چې ډالۍ ورکړل شوي وي د هغه ملکیت ورباندي هغه وخت راځي کله چې هغه ډالۍ قبوله او واخلي.

د ډالۍ شرطونه:

١
داچې ډالۍ ورکونکی به د خیرات کولو اهلیت لري.
٢
داچې ډالۍ ورکونکی به په ډالۍ کې د ورکړل شوي څيز مالک وي او یا به ورته د مالک لخوانه اجازه شوې وي.
٣
داچې ډالۍ ورکونکی به په خپله خوښه ډالۍ ورکوي.
٤
هغه څوک چې ډالۍ ورته ورکول شي هغه به د ډالي اخستلو او ملکیت کې د راوستلو اهلیت ولري او که چیرته يې اهلیت نه وي نو د هغه مشر به د هغه ډالۍ قبلوي.
٥
هغه څوک چې ډالي ورته ورکولی شي هغه به شتون لري ځکه چې ډالۍ ورکول يو چاته د هغې ملکیت ورکول دي او معدوم ته د يو څيز ملکیت ورکول ناشونی دی.
٦
د هغه چا تعیین به کوي چاته چې ډلۍ ورکوي که يو څوک داسي ووايې چې ما خپل کور فلانکي يا د هغه ورو ته ډالي کړ نو د داسي ډالۍ په صحت کې د فقهاو تر مینځ د نظر اختلاف دی.
٧
داچې د ورکړې ډالۍ څخه به ګټه اخستل شرعي جواز لري اګر که خرڅلاو يې جايز نه وي ځکه چې ډالي د خرڅلاو سره تو پير لري.
٨
داچې ډالۍ به شتون لري ځکه چې په يو معدوم څيز کې تصرف کول د هغه څيز شتون ته اړتیا لري ځکه خو د هغه څيز ډالي هم صحیح کيږي چې شتون والی يې شونی وي.

د اهل علمو په دې خبره کې د نظر اختلاف لري چې ډالۍ بايد معلومه وي همدغه شان يې په دې کې هم د نظر اختلاف دی چې ډالۍ بايد برخي برخي وي خوره بايد نه وي.

د شخصي مفادات په خاطر د ډالۍ شرعي حکم او پریکړه:

که يو څوک د خپل شخصي مفاداتو په خاطر چې د هغه حق نه وي يو حکمران، مشر صاحب منصب ته ډالي ورکړي تر څو هغه حق لاس ته راوړي داسې کړنه بیله شکه حرام ده ډالي ورکونکی او اخستونکی دواړه ګناهګاران دي، ځکه چې دا سې کړنه رشوت خوري ده او رشوت ورکونکی او اخستونکی دواړو باندي لعنت ویل شوی دی.

او که څوک يو حکمران و غیره ته په دې خاطر ډالۍ ورکوي چې د هغه د ظلم نه خپل ځان وژغوري او يا دد همدغه ډلۍ په مټ خپل حق لاس ته راوړي نو داسي ډالۍ اخستونکي لپاره حرامه ده مګر د ورکونکي لپاره جائز ده تر څو خپل حق لاس ته راوړي او د شر نه خپل ځان وژغوري.

د ابو حمید ساعدي رضي الله عنه نه روایت دی هغه وايې: د بنو سعد يو سړی چې ابن اتبیه د هغه نوم و نبي کريم صلی الله علیه وسلم د زکات په راټولو اوګمارلو، کله چې هغه سړي بیرته راغی، وېويل: دا مال ستاسې دی او دا ځېنې نور بیا ماته چا ډالۍ راکړی دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم منبر ته وخوت د الله پاک ستاېنه يې اوکړه بیا يې وویل: دا ځېنې دنده کاران ولې داسي کوي چې مونږ يې د زکات راټولو لپاره اوليږو او بیا چې راشي وايې: دا مال ستاسې دي او دا ځېنې مال ماته يو چا ډالۍ راکړی دی؟! آیا دا دنده کار دي د خپل مور او پلار په کور کې کښينې بیا مونږ ګورو چې ده ته څوک ډالۍ ورکوي؟! په هغه ذات لوړه کوم چې د هغه په لاس کې زما روح دی، داسي دنه کار هیڅ يو څيز نه راوړي چې د ځان لپاره يې ځانګړی کړي مګر د قیامت په ورځ به د هغه په څټ پروت وي که اوښ وي نو بړيږي به او که غوايي يا بیزه وي نو رمباړي به وهي بیا نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپل لاسونه پورته کړل تر دې چې د تخرګونو سپین والی يې ښکاره شو او درې ځل يې وویل: خبر دار! ما تاسې ته خبره دروره سوله. (البخاري 7174، ومسلم 1832). غړار د اوښ اواز ته وايې او رمباړي د غوايي او بیزې اواز ته وايې.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه