زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مالي معاملات دا مهال برخه

درس قمار بازي او جواري

په دې درس کې د قمار بازۍ او جوارۍ متعلق د هغې احکام او اضرار بیانيږي

  • د قمار بازۍ او جوارۍ معنا پيژندل.
  • د اسلامي شریعت په رڼا کې د قمار بازۍ حکم پيژندل.
  • د جوارۍ ډولونه او ضرورنه پيزندل.

قمار بازي يا جواري څه ته وايي؟

قماربازي يا جواري په هغه سیالیو يا لوبو کې راځې چې لوبغاړي په هغې کې دا شرط ولګوي چې ګټونکی د لوبغاړو به د هغه بل نه چې په لوبه کې ناکام شو يو څه مقدار پيسي اخلي، او هر يو د لوبغاړو نه کیدی شي چې لوبه وګټي او د هغه بل ناکام لوبغاړي نه پيسي واخلي او کيدی شي چې ناکام شي او هغه بل لوبغاړي لوبه وګټي او دده نه پیسي واخلي.

د قماربازۍ حکم:

قمار بازي يا جواري حرامه ده او په هکله يې په قرآن او سنت کې ډير سخت وعيد راغلی دی.

د جوارۍ يا قمار بازۍ نقصان او ضرر د هغې د ګټو او فائدو نه ډير زيات دی، د الله پاک وينا ده: {يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا } (البقرة: 219). دوي ستانه د شرابو او جوارۍ په هکله پوښتنه کوي، ته ورته ووايه: چې په دې دواړو کې ګناه لویه ده، او د خلکو لپاره يو څه فائدې هم لري، خو ګناه يې د فائدي نه ډيره لویه ده.

الله پاک په قمار او جوارۍ باندي د معنوي پليتۍ حکم لګولی دی او خپل بندګان يې د هغې نه منع کړي دي، ځکه چې په دې سره د انسان فردي او اجتماعي ژوند ته ډير نقصان او ضرر رسيږي، د جدايي، نفرت، دښمۍ، د لمانځه او د الله پاک د ذکر د پريښودلو سبب ګرځي، د الله پاک وينا ده: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ - إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُون} (المائدة: 90-91). ای د ایمان خاوندانو بیشکه خبره داده چې، شراب، او جواري، او بتان، او د پال غشي پليت دي، د شیطان له عمله دی، نو تاسئ ددي نه ځان وساتئ، ددي لپاره چې تاسې کامیاب شئ+ بیشکه خبره همداده چې شیطان غواړي تر څو ستاسي په مینځ کې د جوارۍ په وجه عداوت او دښمني واچوي، او تاسې د الله پاک د ذکر او لمانځه نه بند کړي، نو آيا تاسې د شرابو او جوارۍ نه منع کيدونکي يئ؟

د انسان په فردي او اجتماعي ژوند باندي د قماربازۍ او جوارۍ نقصانات او ضررونه:

١
قماربازي او جواري د خلکو په مینځ کې د عداوت او دښمنۍ سبب ګرځي، قمار بازان او جوار ګر اکثر خپلو کې ملګري او دوستان وي خو چې کله په هغوي کې يو کامياب شي او لوبه وګټي او د هغوي مالونه واخلي، بیله شکه د هغه سره د دي نورو ملګرو بغض او کينه پیداشي، او په زړونو کې د هغه سره عداوت او حسد شروع کړي، او کوشش کوي تر څو هغه ته چل او فريب جوړ کړي او د خپلو مالونو بدله تري واخلي، او دا واقعات ښکاره او ټولو خلکو ته معلوم دي، همدا د الله پاک ددي وينا مصداق دی: {إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِر} بیشکه شیطان غواړي چې تاسې په مینځ کې د شرابو او جوارۍ په وجه باندي عداوت او دښمني واچوي. بیا چوار ګر د قمار بازۍ په وجه باندي د فرضي لمونځونو او د الله پآک د ذکر نه هم غافله کيږي، لکه څرنګه چې الله پاک فرمايلي دي: چې شیطان انسان ته قمار او چواري ښايسته کړي، او د الله پاک د ذکر نه يې غافله کړي، د الله پاک وينا ده: {وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاة}. او تاسې د الله پاک د ذکر او لمانځه نه بند کړي.
٢
قمار بازي او جواري د انسان مال بربادوي او د مينځه يې وړي او جوار ګر هميشه د سخت تاون سره لاس او ګريوان وي.
٣
جوار ګر انسان په جوارۍ عادت کيږي هغه داسي که جوار ګر جواري وګټي نور هم زړهور شي او حرام مالونه راجمع کړي او که جواري وبيلي نو په دې تمه چې کيدی دا بله لوبه وګټي، او دا دواړه حالت د دي انسان لپاره د حلال کسب و کار نه مانع ګرځيدلی وي او په دي سره ټوله هم برباديږي.
٤
د قمار بازۍ په لوبه روږدی کيدل ځکه چې په جوارۍ او قماربازۍ کې ګټونکي نور هم حرصناک شي او تمه يې ډيره شي چې بیا به جواري اوګټم او بیلونکی په دې تمه د جواري روږدی شي چې کیدی لوبه اوګټم او خپل بیللی مال بیرته لاسته راوړم.
٥
په قماربازۍ او جوارۍ سره کورنې له مینځ ځي دا ځکه چې جوار ګر په خپله چوارۍ کې غرق وي د خپل کار وکسب او د کور کارونو هيڅ غم او فکر ورسره نه وي، نو په جوارۍ سره کورني په مالي او نفسیاتي پلوه د سخت مشکل سره مخامخ کيږي کورنې له مینځه ځي طلاق ډير شي.

د جوارۍ ډولونه:

۱. هر هغه لوبه چې ګټونکی په بیلونکي باندي دا شرط ولګوي چې لوبه وګټم پيسي به راکوي، لکه چې يو څه تعداد خلک دتاش په لوبه کې شريک شي او هر يو شريکوال يو څه مقدار پيسي واچوي، او چې هر يو ګټونکی شي ټولې پيسي واخلي.

د يو خاص ډلي يا بوبغاړي په کاميابۍ ګاڼه يا شرط لګول: يو څه خلک خپل مینځ کې د يو خاص ډلي يا لوبغاړي په کاميابۍ باندي څه پیسي وغيره ګاڼه کړي او دا شرط ولګوي که زما ډله يا زما لوبغاړی په لوبه کې کامياب شو، نو دا مال به زما وي او که ناکام شو نو دا مال به ستا شي.

لاټري او قسمت: لکه يو ټکټ په لس ډالر واخلي او دا احتمال وي که لاټري يې په قسمت شوه زر ډالر به تر لاسه کړي.

د قمار بازۍ او جوارۍ ټولي لوبي بريښنايي، الکتروني، يا د انټرنټ په پاڼه هغه لوبي چې لوبغاړي ته دوه احتماله وي، یا دا چې مال به ګټي او يا دا چې مال به بیلئ.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه